پنجاب پوليس په لكھاني چوكۍ د خوارجي ترهګرو بريد ناكامه كړو٬ 03 ترهګر مړه

لاهور۔29مارچ(اے پی پی) پنجاب پولیس د ډېرہ غازی خان په خېبر پښتونخوا پوله لکھانی چوكۍ د خوارجي ترهګرو بريد ناكامه كولو سره 03 ترهګر ووژل۔ د پنجاب پوليس وياند له مخې تېره شپه په پولييز لكھاني چوكۍ 20 څخه تر 25 خوارجی ترهګرو له څلورو واړو اړخونو څخه بريد وكړو۔ پولیس، ایلیټ فورس او د ایس او یو ځوانانو په مړانه د پوستې دفاع وكړه ٬ پوليس ځوابي كارروائي كولو …

لاهور۔29مارچ(اے پی پی) پنجاب پولیس د ډېرہ غازی خان په خېبر پښتونخوا پوله لکھانی چوكۍ د خوارجي ترهګرو بريد ناكامه كولو سره 03 ترهګر ووژل۔ د پنجاب پوليس وياند له مخې تېره شپه په پولييز لكھاني چوكۍ 20 څخه تر 25 خوارجی ترهګرو له څلورو واړو اړخونو څخه بريد وكړو۔ پولیس، ایلیټ فورس او د ایس او یو ځوانانو په مړانه د پوستې دفاع وكړه ٬ پوليس ځوابي كارروائي كولو سره 03 ترهګر مړه او يو شمېر نور ژوبل كړل۔ پنجاب پولیس، سی ټی ډی او نورو ادارو اېریا کارډن آف كولو سره په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړل۔ د پنجاب آئي جي ډېره غازي خان پوليس ته د ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشن كولو شاباسې وركولو سره د ترھګرو په ضد د كارروائيو روانو ساتلو احكامات جاري كړل۔ د پنجاب پوليس وياند زياته كړه چې د ترهګرو د بريد په مهال د پوليس ټول ځوانان محفوظ پاتې شول۔ آئی جی پنجاب دا هم ووئيل چې پنجاب پوليس د هېواد سلامتيا لپاره د دښمن په ضد د مضبوط دېوال په څير ولاړ دے۔ پنجاب پولیس چمتؤ دے او خوارجي ترهګرو ته به پنجاب ته د ننوتو اجازه كله هم ورنكړې شي۔