نیوزی لېنډ په اولني يو ورځني ميچ كښې پاكستان ته په 73 رنز ماتې وركولو سره د 3 ميچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه

نیپئر۔29مارچ(اے پی پی) نیوزی لېنډ په اولني يو ورځني مېچ كښې پاكستان ته په 73 رنز ماتې وركولو سره د 3 مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ نیوزی لېنډ لومړي بېټنګ كولو سره د مارک چېپمېن د 132 رنز طوفاني اننګز له امله پاكستان ته مېچ ګټلو لپاره د 345 رنز هدف وركړو۔ ډیرل مچل او ډیبیو كوؤنكي اېم عباس نيمې سنچرۍ سكور كړې۔ پاكستانۍ لوبډلې مطلوبه هدف ترلاسه نه كړې شو او ټوله لوبډله په 44.1 اوور كښې 271 رنز جوړولو سره آؤټ شوه۔ بابر اعظم 78 او سلمان علی آغا 58 رنز جوړ كړل۔ نېتھن سمتھ 4 وكټونه ترلاسه كړل۔ مارک چیپمین د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ په نیپئر كښې شوي مېچ كښې د پاكستان كپتان رضوان ټاس ګټلو سره د لومړي فيلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې ناسمه ثابت شوه۔ د نيوزي لېنډ پېل ښه نه ؤ د 50 په مجموعي سكول 3 كسان اؤټ شوي وو خو دې څخه وروستو ډیرل مچل او مارک چیپمین غوره بېټنګ كولو سره د څلورمې وكټې په شراكت كښې 199 رنز جوړولو سره سكور 249 ته ورسولو۔ مارک چیپمین 132 رنز جوړ كړل۔ نیوزی لېنډ په ټاكلې 50 اوورز كښې د 9 وکټونو په زيان 344 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا عرفان خان 3 ٬ حارث رؤف او عاکف جاوید دوه ٬ دوه او نسيم شاه او اېم علي يو يو لوبغاړې آؤټ كړو۔ پاكستانۍ لوبډله د مطلوبه هدف په ترلاسه كول كښې پاتې راغله او ټوله ډله په 44.1 اوورز كښې 271 رنز جوړولو سره آؤټ شوه۔ د پاكستان لخوا عثمان خان 39 ٬ اے شفیق 36 ٬ رضوان 30 ٬ بابر اعظم 78 رنز او سلمان آغا 58 رنز جوړ كړل۔ د نيوزي لېنډ لخوا نیتھن سمتھ 4 ٬ جېکب ډفی 2 ٬ ول اوروک، مائیکل بریسویل او اېم عباس يو ٬ يو وكټ ترلاسه كړو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم مېچ به په 2 اپرېل هېملټن كښې كيږي