نيوزي لينډ په پنځم ټي 20 نړيوال ميچ كښې پاكستان ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز 1-4 سره په خپل نوم كړو

وېلنګټن۔26مارچ(اے پی پی) نيوزي لينډ په پنځم او وروستي ټي 20 نړيوال ميچ كښې پاكستان ته په 8 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز 1-4 سره په خپل نوم كړو۔ پاكستان لومړي بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورز كښې د 9 وكټونو په زيان 128 رنز جوړ كړل۔ سلمان علی آغا نيمه سنچري سكور كړه۔ جېمز نېشم 5 لوبغاړي آؤټ كړل۔ نیوزی لېنډ مطلوبه هدف په 10 اوورز كښې د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ټم سېفرټ طوفاني بېټڼګ كولو سره د 10 چهكو په مرسته 97 رنز جوړ كړل۔ جېمز نېشم د مېچ او ټم سېفرټ د سيريز تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د شورو په ورځ په سکائی اسټېډیم، وېلنګټن كښې شوي مېچ كښې د نیوزی لېنډ کپتان مائیکل بریسویل ټاس ګټلو سره د فیلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې سمه ثابت شوه۔ پاكستاني لومړي بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورز كښې د 9 وكټونو په زيان 128 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا کپتان سلمان آغا د 51 رنز مزاحمتی اننګز وكړو۔ په نورو لوبغاړو كښې اېم حارث 11، حسن نواز صفر، عمیر یوسف 7، عثمان خان 7، عبدالصمد 4، شاداب خان 28، جهانداد خان يو او سفيان مقيم كوم رنز جوړولو نه غېر پوېلين ته ستون شو۔ د نيوزي لېنډ لخوا جېمز نېشم د 22 رنز په عوض 5 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښې نیوزی لېنډ مطلوبه هدف په 10 اوورز كښې د 2 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ ټم سېفرټ په 38 بالونو د 10 چھکو او 6 چوکو په مرسته 97 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا دوه وكټې سفيان مقيم ترلاسه كړې