د اے ايف سي ايشين کپ 2027 په کواليفائرز فائنل پړاٶ كښې سوريه پاكستان ته ماتې وركړه

رياض 26 مارچ (اے پي پي) د اے ايف سي ايشين کپ 2027 په کواليفائرز فائنل پړاٶ كښې 0-2 سره سوريه پاكستان ته ماتې وركړه٬ د سوريه لخوا احمد فاقا او عمرالسومه يو يو ګول وكړو۔ د پي اېف اېف له مخې د سعودي عرب په پرنس جلاوي فټ بال سټيډيم كښې د ګروپ اي په وړومبي مېچ كښې پاكستان ته سوريه د نشت په مقابل كښې په 2 ګولونو ماتې وركړې۔ د يادونې وړ ده چې په ايشين زون كښې په مجموعي توګه 24 ډلې د اے اېف سي ايشين کپ 2027 په کواليفائرز كښې ځائ جوړولو لپاره هڅې كوي