ډېرہ غازی خان ۔ 24 مارچ (اے پی پی) ډېرہ غازی خان پولیس سرحدي تھاڼې وهوا په جھنګي چېك پوسته د خوارجي ترهګرو لوے بريد ناكامه كړو۔ د ډېره غازي خان پوليس وياند له مخې خوارجي ترهګرو په جھنګي پوليس پوسته يو وارې بيا د بريد كولو هڅه وكړه۔ 20 څخه تر 25 ترھګرو له بېلو اړخونو څخه بريد وكړو۔ دوئي په بريد كښې د راکټ لانچرز په شمول خودكار …
ډېره غازي خان ٬ په جنګي چيك پوسته د خوارج ترهګرو لويے بريد ناكامه كړے شو

مزید خبریں
ډېرہ غازی خان ۔ 24 مارچ (اے پی پی) ډېرہ غازی خان پولیس سرحدي تھاڼې وهوا په جھنګي چېك پوسته د خوارجي ترهګرو لوے بريد ناكامه كړو۔ د ډېره غازي خان پوليس وياند له مخې خوارجي ترهګرو په جھنګي پوليس پوسته يو وارې بيا د بريد كولو هڅه وكړه۔ 20 څخه تر 25 ترھګرو له بېلو اړخونو څخه بريد وكړو۔ دوئي په بريد كښې د راکټ لانچرز په شمول خودكار وسله وكاروله۔ په چوكۍ تعينات د پنجاب پوليس چمتؤ اهلكارو زبردست مزاحمت كولو سره ځوابي فائرنګ وكړواو بريد يۍ ناكامه كړو۔ په دې مهال ترهګرو ته ځاني زيان هم ورسېد۔ د آر پی او ډیرہ غازی خان سجاد حسن خان او ډی پی او ډیرہ غازی خان سید علی له مخې د تښتېدلو ترهګرو درك لګولو له سرچ آپرېشن روان دے۔ آئی جی پنجاب ډاکټر عثمان انور د بريد په ناكامه كولو ډېره غازي خان پوليس ته شاباسې وركولو سره ووئيل جھنګی پولیس چېک پوسټ د پنجاب حكومت فنډنګ سره لا مضبوط جوړ كړے شوے دے۔ ده ووئيل د پنجاب پولیس مېړني اهلكار د هېواد او قام دښمنانو په وړاندې زيات مضبوطې لكه د اوسپنې ديوال ولاړ دي۔







