د هند تاريخ اتحادياتو سره له درغلۍ او خيانتونو ډك دے

نوے ډيلے 24 مارچ (اے پي پي) د امريکائي جمهور رېئس ډونلډ ټرمپ لخوا په هند د ټېرف لګولو دړكې بې ځايه دي بلكې دا د نوي ډيلي خپلو متحدينو سره د درغلۍ او خيانت كولو د ماضي د رېكارډ له مخې د قصدي سزا اقدام دے ۔ د کشمير ميډيا سروس په يو رپورټ كښې په قطر كښې د هند آئي ټي انجينئر اميت ګپتا د ډيټا غلا كولو او د جاسوسۍ په تور كښې ګرفتاري د يو مثال په توګه وړاندې كړې شوې ده د كومې نه چې دا برېښي چې څنګه هند د خپلو اتحادي هېوادونو د مفادو په ضد كار كوي۔ د اميت ګپتا د ګرفتارۍ څخه په مېنځني ختيز كښې د هند د پټ استخباراتي نېټ ورك درك لګي څوك چې د آئي ټي پېشه ور كسان په حساس قامي رازونو كښې د دراندازۍ او غلا كولو لپاره استعمالوي۔ په كال 2022 كښې د جاسوسۍ په تور كښې د هندي بحريه اته افسرانو د ګرفتارۍ نه وروسته د اميت ګپتا كېس د هند د پرله پسې جاسوسۍ كمپائنونه په ګوته كوي چې ورسره سيمه ايز استحکام او شريك باور لپاره خطرې رامخې ته شوې دي۔ اسرائيل سره د هند اتحاد څخه په مېنځني ختيز كښې د جاسوسۍ او خپلې پټې كاروائۍ تېزې كړې دي چې ورسره سيمه ايزه سلامتيا خطرو سره مخ ده ۔