د كورنيو وفاقي وزير محسن نقوي د نشه ائ توكو په خرڅونكو د ډزو په پېښه كښې شهيد شويو کانسټيبل عمران وينس او کانسټيبل رانا شفيق ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كورنيو وفاقي وزير محسن نقوي د نشه ائ توكو په خرڅونكو د ډزو په پېښه كښې شهيد شويو کانسټيبل عمران وينس او کانسټيبل رانا شفيق ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير په دې پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه او غمجنو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ده د وظيفي ترسره كولو په مهال د لازوال …

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كورنيو وفاقي وزير محسن نقوي د نشه ائ توكو په خرڅونكو د ډزو په پېښه كښې شهيد شويو کانسټيبل عمران وينس او کانسټيبل رانا شفيق ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير په دې پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه او غمجنو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ده د وظيفي ترسره كولو په مهال د لازوال قربانيو په اعتراف کښې شهيد شويو اهلکارو بهادري وستائله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل کانسټيبل عمران وينس او کانسټيبل رانا شفيق په مړانه د مجرمانو مقابله کولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده،مونږ د هغوي قربانيو ته سلام كوو او په دې سخت وخت كښې د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔محسن نقوي د بريد په مهال ژوبل شويو دوه پوليس اهلکارو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔