آکلېنډ 21 مارچ (اے پي پي) د حسن نواز او کپتان سلمان آغا د غوره بېټنګ په سبب پاكستان كوربه لوبډلې نيوزي لينډ ته په درېم ټي ټونټي مېچ كښې په آسانۍ سره په 9 وكټو ماتې وركړه۔ د تفصيلاتو له مخې د ټاس ګټلو نه وروسته پاكستان نيوزي لينډ ته د بېټنګ كولو بلنه وركړه۔ نيوزي لېنډ په 19.5 اوورز كښې د ټولو لوبغاړو په زيان 204 رنز جوړ كړل۔ مارک چيپمين 94 رنز جوړ كړل او د پاكستان لخوا حارث رٶف درې او شاهين شاه آپريدي، ابرار احمد او عباس آپريدي دوه دوه وكټې ترلاسه كړې۔ د نيوزي لېنډ د 204 رنز په ځواب كښې د حسن نواز او کپتان سلمان آغا د غوره پارټنر شپ په سبب پاکستان هدف په 16م اوورز كښې د يو لوبغاړي په زيان ترلاسه كړو٬ حسن نواز 105 او کپتان سلمان آغا 51 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان حسن نواز په غوره بېټنګ كولو د مېچ تر ټولو بهترين لوبغاړے وګرځولے شو۔ د جمعې په ورځ په ايډن پارک، آکلېنډ كښې په درېم مېچ كښې د کپتان سلمان آغا ټاس ګټلو سره د فليډنګ كولو پرېكړه مثبت ثابت شوه۔