د ګورنر فيصل كريم سيد مصطفی كمال له د روغتيا وزارت ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سيد مصطفی كمال له د روغتيا وزارت ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده د ميئر په توګه د مصطفی كمال خذمات او كاركردګي د ستائنې وړ وګرځوله۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري …

اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سيد مصطفی كمال له د روغتيا وزارت ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده د ميئر په توګه د مصطفی كمال خذمات او كاركردګي د ستائنې وړ وګرځوله۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې فېصل کریم کنډی په خپلو خبرو كښې ووئيل ستاسو تجربې او قائدانه صلاحيتونو سره به د روغتيا څانګه كښې لا بهتري رامخې ته شي۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د روغتيا څانګې لا بهترۍ له د ګډې اقداماتو او مرستې په لا پياوړې كولو اتفاق وشو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د روغتيا څانګې په روانو منصوبو او پېښو مسئلو رڼا هم واچوله۔ د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفی کمال د ګورنر مننه وكړه۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا يوه مهمه صوبه ده ٬ وفاقي وزارت به د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې هره ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل د وزارت قلمدان سنبالولو څخه وروستو مې د ټولو صوبو د روغتيا وزيرانو سره خبره كړې ده۔ د روغتيا آسانۍ خلكو ته د هغوي تر درشل رسولو له به هره ممكنه هڅې كولې شي په دې لړ كښې به عصري ټېكنالوجي معارفي كوو۔ ګورنر ده ته د ګورنر هاؤس دورې بلنه هم وركړه