د صدر مملكت آصف علي زرداري په مشرۍ كښې د امن او امان صورتحال په اړه كوئټه كښې مهمه غونډه

اسلام آباد/كوئټه 19 مارچ (اے پي پي) د صدر مملكت آصف علي زرداري په مشرۍ كښې د امن او امان صورتحال په اړه په كوئټه كښې مهمه غونډه شوې۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په خاص توګه ګډون كړې۔د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په صوبه كښې د امن او …

اسلام آباد/كوئټه 19 مارچ (اے پي پي) د صدر مملكت آصف علي زرداري په مشرۍ كښې د امن او امان صورتحال په اړه په كوئټه كښې مهمه غونډه شوې۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په خاص توګه ګډون كړې۔د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په صوبه كښې د امن او امان په صورتحال بريفنګ وركړې۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل چې ترهه ګرو له به په هر قيمت ماتې وركولې شي٬ترهه ګر قوم تقسيمول غواړي۔صدر مملكت ووئيل چې صورتحال ښكاره دې رياست له پاتې كېدل دي٬د ترهه ګرۍ په ضد چې څومره جنګونه دي٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي ونګ له به جديد وسله وركولې شي۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې بلوچستان زمونږ زړه ته نزدې دې٬د صوبې پرمختګ او كوټلې امن غواړو۔ده ووئيل چې د بلوچستان هر ماشوم په سكول كښې ليدل غواړو٬جديد ټېكنالوجي څخه ماشومان خبرول د وخت مهم ضرورت دې۔په غونډه كښې د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر كيپټن ريټائرډ عبدالخالق اچكزئي٬د بلوچستان چيف سېكرټري شكيل قادر خان٬د پوليس آئي جي معظم جاه انصاري پشمول اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔