د صبا شمیم جدون د سكواش نړيوال لوبغاړي آفتاب جاوېد په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔19مارچ (اے پی پی) د پاکستان اولمپک اېسوسی اېشن وېمنز کمېشن غړې او د پاكستان تائیکوانډو فېډرېشن(وېمنز ونګ) صدر صبا شمیم اختر جدون د سکواش نړيوال لوبغاړي آفتاب جاوېد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې دې ووئيل ارواښاد برټش اوپن سكواش سره سره په نړيواله كچې يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړې وې كومې به چې تر اوږدې مودې يادې ساتلې شي