پېښور ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا كابينې په 28 مه غونډه كښې د خېبر پښتونخوا سېنټنسنګ ترمیمی اېکټ 2025 مسودې په شمول د پوليس فنډ منظوري وركړې ده٬ دې سره سره نورې مهمې پرېكړې هم شوي دي۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه روژه ماتي څخه وروستو په سول سېکرټرېټ پېښور كښې د صوبائي كابينې غونډه وشوه۔ د غوندې مشري د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين …
د خيبر پښتونخوا كابينې غونډه ٬ د خیبر پښتونخوا سينټنسنګ ترميمي ايكټ 2025 مسودې په شمول د پوليس فنډ منظوري

مزید خبریں
پېښور ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا كابينې په 28 مه غونډه كښې د خېبر پښتونخوا سېنټنسنګ ترمیمی اېکټ 2025 مسودې په شمول د پوليس فنډ منظوري وركړې ده٬ دې سره سره نورې مهمې پرېكړې هم شوي دي۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه روژه ماتي څخه وروستو په سول سېکرټرېټ پېښور كښې د صوبائي كابينې غونډه وشوه۔ د غوندې مشري د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د وېډيو لنك د لارې وكړو۔ په غونډه كښې د كابينې غړو ، چیف سېکرټری، اېډیشنل چیف سېکرټری هوم، اېس اېم بی آر او د اړوندو څانګو سېكترانو ګډون وكړو۔ صوبائی کابینې د خېبرپښتونخوا سېنټنسنګ ترميمي اېكټ 2025 مسودې منظوري وركړه۔ د دې مقصد د سزاګانو په پرېكړو كښې يكسانيت پېدا كول او ددې فعاله نفاذ باوري كول دي۔ صوبائی کابینې په غونډه كښې پوليس لپاره د 567 اعشاریه 70 ملین روپو فنډ منظوري وركړه دغسې چې په بونېر ضلع او اپر چترال كښې دننه د امنيت بشپړه ذمه واري پوليس ته وسپارلې شي۔ په دې موقعه د بېلو آوټ سورسډ روغتونونو واجباتو ادائيګۍ له د فنډز منظوري هم وركړې شوه۔ دغسې رمضان دسترخوان لپاره د 56.028 ملین روپو منظوري وركړې شوه۔ کابینې پرمختګ لپاره د سعودي فنډ له مخې د 30 ملين ډالر مالي اعانت وفاقي حكومت څخه د ګرانټ په صورت كښې د وصولولو مطالبې منظوري وركړه۔







