خيبر پښتونخوا حكومت په اقليتي كوټه بھرتۍ لپاره د اين او سي شرط ختم كړو

پېښور ۔ 19 مارچ (اے پی پی) خېبر پښتونخوا حکومت په اقليتي كوټه د سركاري ملازمتونو بھرتۍ لپاره د اېن او سي شرط ختم كړے دے۔ په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې ټولو انتظامي محكمو ته مراسله جاري كړه په كومه كښې چې وئيلې شوي دي چې په سركاري ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره په بېله كړې شوې كوټه نورو بھرتيانو لپاره د اېن او سي شرط …

پېښور ۔ 19 مارچ (اے پی پی) خېبر پښتونخوا حکومت په اقليتي كوټه د سركاري ملازمتونو بھرتۍ لپاره د اېن او سي شرط ختم كړے دے۔ په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې ټولو انتظامي محكمو ته مراسله جاري كړه په كومه كښې چې وئيلې شوي دي چې په سركاري ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره په بېله كړې شوې كوټه نورو بھرتيانو لپاره د اېن او سي شرط ختم كړے شوے دے۔ په مراسله كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د اېن او سي د شرط ختمولو منظوري وزيراعلی علي امين ګنډاپور وركره ده۔ د خزانې محكمې ټولو اړوندو ادارو ته وئيلي دي چې هغه دې په دې پرېكړه عملدرآمد باوري كړي او په خالي نشستونو دې د بھرتۍ عمل پېل كړي۔