
کرائسټ چرچ ۱۹ مارچ (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه د پنځه مېچونو د سيريز درېم ټي ټونټي مېچ به (سبا) د مارچ په 21مه كېږي۔ تفصيلاتو له مخې د سيريز درېم په 21 مارچ ايډن پارک، آکلينډ، څلورم په 23 مارچ بے اوول، ماؤنټ مونګانوئي او د سيريز پنځم او آخري مېچ به په سکائي سټيډيم، ويلنګټن كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به سلمان آغا او د نيوزي لېنډ مائيکل بريسويل كوي۔ د يادونې وړ ده چې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې نيوزي لېنډ پاكستان ته په 9 وكټس ماتي وركړې۔ د ټي ټونټي سيريز نه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ون ډے مېچونو سيريز هم كيږي۔ د يادونې وړ ده چې نيوزي لېنډ د پاكستان په ضد دوه ټي ټونټي مېچونه ګټلي دي