پېښور ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د يتيمانو د نړيوالې ورځې مناسبت سره په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې دستوره وشوه۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې په بېلو يتيم خانو كښې پاتې كېدونكي زر څخه زيات ماشومان او ماشومانې وزيراعلی هاؤس ته راروسېدې۔ د وزیر اعلی علی امین ګنډاپور لخوا يتيمانو ماشومانو له د افطار ډنر اهتمام وكړے شو۔ وزیراعلی دوئي …
د يتيمانو نړيوالې ورځې مناسبت سره په وزيراعلی هاؤس پيښور كښې دستوره وشوه

مزید خبریں
پېښور ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د يتيمانو د نړيوالې ورځې مناسبت سره په وزيراعلی هاؤس پېښور كښې دستوره وشوه۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې په بېلو يتيم خانو كښې پاتې كېدونكي زر څخه زيات ماشومان او ماشومانې وزيراعلی هاؤس ته راروسېدې۔ د وزیر اعلی علی امین ګنډاپور لخوا يتيمانو ماشومانو له د افطار ډنر اهتمام وكړے شو۔ وزیراعلی دوئي سره روژه ماتې وكړو۔ ده ماشومانو ته د اختر جامې او د اختر پېسې وركړې ۔ كوچنيانو وزيراعلی خپل ځان سره په موندلو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ په دستوره كښې صوبائي كابينې ٬ د سماجي خېر ښېګړې چارواكو او د فلاحي تنظيمونو استازو هم ګډون وكړو۔ په دې موقعه وزيراعلی علي امين ګنډا پور ووئيل دا يتيمانان ماشومان د حكومت او رياست بچي دي٬ د دوئي كفالت د حكومت ذمه واري ده٬ د ټولنې د كمزورو طبقو كفالت د فلاحي رياست په خصوصياتو كښې يو خصوصيت دے۔ ده ووئيل موجوده صوبائي حكومت به د ټولنې د كمزورو او بې وزله طبقو د كفالت لړۍ روانه ساتي۔ په دې موقعه د هېواد پرمختګ٬ سوكالۍ ٬ امن او شهيدانو لپاره د لوړو درجو اجتماعي دعا وكړې شوه۔










