
فلوريډا 17 مارچ (اے پي پي) د ميامي اوپن ټينس ټورنامنټ 40م ايډيشن به (نن) د نهې په ورځ د امريکي د فلوريډا رياست په هارډ راك سټيډيم كښې پېل كېږي٬ په دې لړ كښې تيارۍ بام ته رسېدلے دي٬ په ټورنامنټ كښېي به ويمنز سنګلز، ويمنز ډبلز، مينز سنګلز او مينز ډبلز مقابلے كېږي۔ د يادونې وړ دې چې په وړومبي ځل دا ټورنمنټ په كال 1985 كښې شوے ٶ۔ د اټاليه د ټېنس نوموړې لوبغاړې جينک سنر به د مېنز سنګلز او د امريكې د ټېنس نوميالۍ لوبغاړې ډينيئل کولنز به په وېمنز سنګلز مقابلو كښې دفاعي چيمپئن وي او ټورنمنټ به تر 30 مارچ دوام لري