د نيوزي لينډ او پاکستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوېم ټي ټونټي مېچ به په 18م مارچ كېږي

کرائسټ چرچ 17 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لينډ او پاکستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه دوېم ټي ټونټي مېچ به په 18م مارچ كېږي۔ تفصيلاتو له مخې د سيريز دوېم مېچ به په 18 مارچ يونيورسټي اوول، ډونيډن، درېم په 21 مارچ ايډن پارک، آکلينډ، څلورم په 23 مارچ بے اوول، ماؤنټ مونګانوئي او د سيريز پنځم او آخري مېچ به په سکائي سټيډيم، ويلنګټن كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به سلمان آغا او د نيوزي لېنډ مائيکل بريسويل كوي۔ د يادونې وړ ده چې په وړومبي ټي ټونټي مېچ كښې نيوزي لېنډ پاكستان ته په 9 وكټس ماتي وركړې۔ د ټي ټونټي سيريز نه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ون ډے مېچونو سيريز هم كيږي