د صدر آصف علي زرداري د 62 م نيشنل اوپن پولو چيمپئن شپ په فائنل كښی د خاص ميلما په حيث ګډون ٬ لوبغاړو ته يۍ انعامونه وركړل

لاهور۔16مارچ (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د 62 م نيشنل اوپن پولو چيمپئن شپ په فائنل كښی د خاص ميلما په حيث ګډون وكړو او لوبغاړو ته يۍ انعامونه وركړل۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پولو چېمپئن شپ په اختتامي دستوره كښی لوبغاړو ته انعامونه وركړل۔ صدر مملکت د 62 م نېشنل اوپن پولو چېمپئن شپ ګټونكې لوبډلې له د قائدِ اعظم ګولډ کپ 2025 ټرافي هم وركړه۔ په دې موقعه پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف ٬ د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان ٬ د الفلاح بېنك سي اي او عاطف باجوه او د لاهور پولو كلب مشران عهدېداران موجود وو۔ د فائنل په پايه صدر مملکت آصف علی زرداری د نورو کېټیګریز ترمينځه هم انعامونه تقسيم كړل۔