نيوزي لينډ په اولني ټي 20 نړيوال ميچ كښې پاكستان ته په 9 وكټونو ماتې وركړه

کرائسټ چرچ۔16مارچ(اے پی پی) نيوزي لېند په اولني ټي 20 نړيوال مېچ كښې پاكستان ته آسانۍ سره په 9 وكټونو ماتې وركولو سره د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ پاکستانۍ لوبډله وړومبې بېټنګ كولو سره په 18.4 اوورز كښې په 91 رنز آوټ شوه۔ خوشدل خان تر ټولو زيات 32 رنز جوړ كړل۔ جېکب ډفی 4 او کائل جېمېسن 3 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښې نيوزي لېنډ مطلوب هدف په 10.1 اوورز كښې د يو وكټ په زيات ترلاسه كړو۔ ټم سېفرٹ 44 رنز جوړ كړل۔ کائل جېمېسن د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د تفصيلات له مخې تېره ورځې په هېګلے اوول ٬ كرائسټ كښې شوي مېچ كښې د نيوزي لېنډ كپتان مائيكل برېسويل ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پرېكړه وكړه كومه چې سمه ثابت شوه۔ پاكستانۍ لوبډله د جېکب ډفی او کائل جېمېسن د تباه كن باؤلنګ له امله په 18.4 اوورز كښې په 91 رنز اؤټ شوه۔ د پاكستان لخوا خوشدل شاه تر ټولو زيات 32 رنځ جوړ كړل۔ د نیوزی لېنډ لخوا جېکب ډفی 4 او کائل جېمېسن 3 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښې نيوزي لنېډ مطلوبه هدف په 10.1 اوورز كښې يو وكټ په زيان ترلاسه كړو۔ ټم سېفرټ 44 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا يوازينۍ وكټ ابرار احمد ترلاسه كړه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي مېچ به په 18 مارچ ډنيډن كښې كيږي۔