په جعفر ايكسپريس پيښه په هندوستان كښې جشن ولمانځلے شو ٬ كومو قوتونو چې دا كار كړے دے هغه ښكاره شول : طاهر اشرفي

لاهور۔13مارچ (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي د جعفر اېكسپرېس پېښې بشپړه غوندنه كولو سره ووئيل چې په دې پېښه په هندوستان كښې جشن ولمانځلې شو٬ هند او هغه طاقتونه كومو چې دا كار كړې دې په ډاګه شول٬ كوم كسان چې په دې پېښه كښې ككړ دي هغه د انسان بللو حق نه لري٬ دا خلك اسلام او مذهب سره هېڅ تعلق نه لري٬ د مارچ په 15 مه نېټه به ګرد هېواد كښې د ناموس رسالت تحفظ ورځ لمانځلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندوه ده د زيارت په ورځ په جامعه منظور اسلاميه كېنټ كښی علماﺀ كرامو او مشائخو سره په ګډه كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ټول قام پاك پوځ او د هېواد سلامتيا باوري كولو ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په جعفر اېكسپرېس كښې بې ګناه وګړي په نخښه كړې شول۔ ده ووئيل د پاكستان د سلامتيا ادارو خپل مهارت سره پاكستان لويې زيان څخه وساتلو۔ ده ووئيل جعفر اېکسپرېس پېښه د نائن اليوې په څير بريد ؤ۔ پاك پوځ د پروردګار په فضل بريد ناكامه كړو۔ ده ووئيل زمونږ دښمن د هېواد دننه تفرقه پېدا كولو سره د ترهګرۍ د لارې په بلوچستان او كے پي كے اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ طاهر اشرفی ووئيل فلسطيني وګړي دا مهال د پېشمني او روژه ماتي وخت د څښلو پاكې اوبه نه لري٬ پاكستان علماﺀ كونسل مخير حضراتو ته اپيل كړې چې هغوي د فلسطيني اولس بشپړه مرست وكړي او هغوي ته د خوراك او څښاك سامان ورسوي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف هم د غزه بيا ودانۍ حوالې سره اعلان كړې دې ٬ دغسې د پاكستان لخوا به د فلسطيني اولس د مرستې لړۍ روانه وي۔ ده زياته كړه چې د ټولو مكاتب علماﺀ كرامو ته خواست دے چې هغوي دې د جمعې لمونځونو په خطبو كښې د توهين رسالت او مذهب مجرمانو تحفظ له د هڅې كوؤنكو عناصرو په ضد قراردادونه منظور كړي۔