کوئټه۔ 12 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل ډھاډر ته نزدې كوئټه څخه پېښور ته په تلونكي جعفر اېکسپرېس د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ ده قانون نافذ كوونكو ادارو او د رېلوے محكمې ته هدايت وكړو چې هغه د مسافرو بشپړه تحفظ له ټول ترلاسه وسائل وكاروي۔ ده ووئيل دا يوه د افسوس وړ پېښه ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې قانون نافذ كوؤنكې ادارې به كاميابۍ سره ټول يرغمل شوي كسان خوشې كړي