سیالکوټ۔9مارچ(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) مشرتابه ټول پاكستاني اولس لپاره يو ډول جذبه او مينه لري ٬ په هره يوه ټولنه كښې د اقليتونو هم هغه حقونه وي كوم چې د اكثريت وي٬ سيالكوټ ته دا درناوې ترلاسه دے چې دلته لويې شمېر مسيحيان ، هندو او سکھ ژوند كوي كوم چې د پاكستان جوړوېدو وخت څخه دلته آباد دي۔ …
د مسلم لیګ (ن) مشرتابه ټول پاكستاني اولس لپاره يو ډول جذبه او مينه لري٬ ټولو اقليتونو ته دلته د كاروبار په شمول په خپلو مذهبي رسمونو كښې بشپړه آزادي ترلاسه ده: خواجه آصف
سیالکوټ۔9مارچ(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) مشرتابه ټول پاكستاني اولس لپاره يو ډول جذبه او مينه لري ٬ په هره يوه ټولنه كښې د اقليتونو هم هغه حقونه وي كوم چې د اكثريت وي٬ سيالكوټ ته دا درناوې ترلاسه دے چې دلته لويې شمېر مسيحيان ، هندو او سکھ ژوند كوي كوم چې د پاكستان جوړوېدو وخت څخه دلته آباد دي۔ دوئي ته په خپل كاروبار او مذهبي رسوماتو كښې بشپړه آزادي ترلاسه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده دلته په سيالكوټ كښې د هيومن رائټس او منيارټي افيئر صوبائي وزير رامیشں سنګھ اروړا سره د مينارټي كارډ اجرا دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ مذهب اسلام مونږ ته د دې تلقين كوي چې دلته اقليتونو ته هغه حقونه ترلاسه دي كوم چې اكثريت ته ترلاسه دي او دې كار لپاره د پنجاب د وزيراعلی مريم نواز شريف اقداات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په بابے بیری كښې د پاك هند وېش څخه وروستو د سكھانو شمېره يوازې 10 پاتې شوې وه خو د وزيراعلی د كوټلي ګامونو له امله اوس دغلته د سكھانو شمېره 100 څخه زياته شوې ده۔ ده ووئيل د دې وطن په خاوره مونږ د ټول حق يو برابر دے۔ زمونږ لارښودو قائد اعظم په خپله اولنۍ خطبه كښې اقليتونو ته د يو برابر حقونو په وركولو زور راوړے ؤ۔ ده ووئيل د پاكستان د قانون ساز اسمبلۍ اولنے سپيكر هندو ؤ۔ دغسې د پاكستاند عدليې جسټس کارنیلئس تعلق عيسائيت سره ؤ۔ خواجه آصف د مينارټي كارډ په جاري كولو وزيراعلی مريم نواز ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل يوې بهترې ټولنې لپاره لازمي ده چې په هغې كښې د مذهبي او نسلي اقليتونو ترمينځه له فرق څخه پرته يو ډول حقونه ترلاسه وي۔ صوبائی وزیر رامیشں سنګھ اروړا دستورې ته خطاب كښې ووئيل چې وزیر اعلیٰ مریم نواز شریف په خپل اولني تقرير كښې وئيلې وو چې اقليتونه زما د سر تاج دي او زه دا غواړم چې هغوي بې ويرې او امن سره خوب وكړي۔ دغسې د پاكستان مسلم ليګ نون مشر مياں نواز شريف ووئيل زما په نزد د اكثريت او اقليت ترمينځه هېڅ فرق نشته۔ ده ووئيل په 22 جنوری وزیر اعلیٰ مریم نواز شریف مېنارټی کارډ جاري كړو او بيا يۍ د پورټل د لارې په سپېڅلي ډول 93 زره څخه زيات غېر مسلمې كورنۍ رجسټرډ كړې په كومو كښې چې 50 زره كورنۍ چې د بې وزلۍ سكور يۍ 45 څخه كم ؤ مېنارټی کارډ لپاره اهل وګرځولې۔ د راروان كال په مهال به مینارټی کارډ څخه 75 زره كورنۍ استفاده وكړي۔ صوبائی وزیر د ګردوارہ بابے بیری تاریخی تالاب او زمكه قبضه مافيا څخه په آزادولو د سكھ كميونټي لخوا د دفاع وزير خواجه آصف او اړوندو چارواكو مننه وكړه۔










