د هند او آسټريليا ترمينځه اولنے سيمي فائنل ميچ د نهې په ورځ كيږي

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر اهتمام لاندې د آئي سي سي چېمپئنز ټرافی 9 م اېډيشن په پاكستان كښې روان دے په كوم كښې چې د كركټ مينه وال د كركټ سختې مقابلې كتلو څخه خوندونه پورته كوي۔ د آئي سي سي چېمپئنز ټرافی اولنے سيمي فائنل مېچ به (سبا) د نهې په ورځ په دبۍ انټرنېشنل كركټ سټډيم ٬دبۍ كښې د آسټرېليا او هند ترمينځه كيږي۔ د آسټرېلوي لوبډلې مشري نوموړے بېټر سټیو سمتھ او د هندي لوبډلې نوموړے اوپنګ بېټر روهت شرما كوي۔ آئي سي سي چیمپئنز ټرافی كښې د ټائټل ترلاسه كولو لپاره 8 لوبډلې په مېدان كښې وې په كومو كښې چې كوربه دفاعي چېمپئن پاکستان، بنګله دېش، افغانستان، هند ، نیوزی لېنډ، انګلینډ ،آسټریلیا او سوئيلي افريقا لوبډله شامل وه۔ دا 8 لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوې وې۔ هند ٬ آسټريليا ٬ سوئيلي افريقا او نيوزي لېنډ لوبډلې سيمي فائنل ته رسېدلي دي۔ د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی اولنے سيمي فائنل به سبا د نهې په ورځ د آسټريليا او هند لوبډلو ترمينځه په دبۍ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے نائټ وي كوم به چې د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې 2 بجې پېل كيږي۔ دويم سيمي فائنل به د مارچ په 5 مه نېټه د شورو په ورځ د سوئيلي افريقا او نيوزي لېنډ ترمينځه په قذافي سټيډيم لاهور كښې كيږي۔ د دوه فائنلسټ لوبډلو ترمينځه فائنل مېچ به د مارچ په 9 مه نېټه كيږي۔