د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي سره په ډوميسټك كركټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو لوبغاړو ملاقات ٬ ټرېننګ سره په اړوندو چارو خبرې

لاهور۔2مارچ(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ( پی سی بی) چيئرمېن محسن نقوی سره په ډومېسټك كركټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو لوبغاړو ملاقات وكړو۔ د نېشنل کرکټ اکېډمی په بورډ روم كښې شوي ملاقات كښې د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي لوبغاړو سره په کرکټنګ سکلز، پرفارمنس، ډائټ پلان، فټنس او ټرېننګ سره د اړوندو چارو په اړه خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال لوبغاړو د پي سي بي چيئرمېن په هائي پرفارمنس سنټرز كښې تريبې ٬ فټنس او ډائټ پلان سره اړوندو ستونزو څخه خبرو كړو۔ د پي سي بي چيئرمېن د لوبغاړو ډاډګيرنه كولو سره د هغوي مسئلې حل كولو له اړوندو چارواكو ته هدايات وكړو۔ ده لوبغاړو ته ووئيل چې تاسو د پاكستان د سباؤن ستوري يۍ٬ تاسو لپاره وسائل برابرول د پاكستان د كركټ روښانه سباؤن لپاره سرمايه كاري كول دي۔ چیئرمېن د لوبغاړو وړاندېزونه نوټ كړل او په موقع يۍ احكامات جاري كړل۔ په ملاقات كوؤنكو لوبغاړو كښې اېم علی، علی رضا، اے دانیال، نثار احمد، اېم ابتسام، اېم سلمان، آفاق آفریدې ، عبدالصمد ،سعد مسعود، خواجه نافع،معاذ صداقت، عرفات منهاس، مبشر خان، حیدر علی،حسان نواز، فېصل اکرم، طاهر بېګ او قاسم اکرم شامل وو۔