د آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 9 م ميچ به د پاكستان او بنګله ديش لوبډلو ترمينځه سبا كيږي

اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كونسل تر اهتمام لاندے د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی 9 م ايډيشن په پاكستان كښې پېل شوے دے۔ آئی سی سی چېمپئنز ټرافی كښې به سبا (د زيارت په ورځ) د يو بل مېچ پرېكړه وشي په كوم كښې به چې ګروپ اے څخه د پاكستان او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه په راولپنډی کرکټ سټيډيم كښې مقابله وي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر رضوان او د بنګله دېش نجم الحسين شانتو كوي۔ د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی9 اېډيشن كوربتوب پاكستان او متحده عرب امارات كوي۔ آئی سی سی چېمپئنز ټرافی كښې 8 لوبډلې دفاعي چېمپئن پاكستان ٬ بنګله دېش ٬ افغانستان ٬ هند ٬ نيوزي لېنډ ٬ انګلېنډ ٬ آسټرېليا او سوئيلي افريقه شاملې دي۔ ټولې 8 لوبډلې په دوو ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې دفاعی چېمپئن پاکستان، بنګله دېش، هند او نيوزي لېنډ او ګروپ بي كښې افغانستان، آسټریلیا، انګلېنډ او سوئيلي افريقه شامله ده۔ پاكستانۍ لوبډله د ټائټل او د بنګله دېش لوبډله د سيمې فائنل زغل څخه بهر شوې ده۔ دواړه لوبډلې به خپل وروستې ګروپ مېچ سبا كوي۔ د آئي سي سي چېمپئنز ټرافي سيمي فائنل مېچ به په 4 مارچ او فائنل مېچ به په 9 مارچ كولے شي۔