د آئي سي سي چیمپیئنز ټرافی اولنے ميچ ، د آئي جي پنجاب پوليس ته د هائي الرټ پاتے كيدو هدايت

لاهور۔24فروری(اے پی پی) د آئي سي سي چېمپیئنز ټرافي (نن) د ګل په ورځ په پېنډۍ كښې لومړے مېچ كيږي په كوم كښې به چې مقابله د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه وي۔ د پنجاب پوليس نفري به هائي الرټ پاتې كيږي۔ د پوليس وياند له مخې آئي جي پنجاب ډاكټر عثمان انور لوبغاړو ٬ آفيشلز او كركټ مينه والو ته د بشپړ امنيت وركولو هدايت كړے دے۔ د بنګله دېش او نيوزي لېنډ مېچ سېكورټي لپاره به 5 زره څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات وي۔ د پنجاب آئي جي وئيلي چې د كركټ مينه وال دې په زړه پورې چاپېرچل كښې نړيوال كركټ څخه خوند اغستلو له پنجاب پوليس سره مرسته وكړي۔