پينډۍ 22 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش کرکټ ډله آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 2025 كښې خپل پاتي ګروپ سټيج ميچونو لپاره پاکستان ته رارسيدلې ده۔ پي سي بي له مخې د بنګله دېش ډله د نجم الحسن شانتو په مشرۍ كښې دبئي څخه اسلام آباد ته رارسيدلي ده۔ ګروپ اے كښې شامل د بنګله دېش ډله په دبئي كښې خپل وړومبې ميچ كښې د هند لاسه ماتي …
د بنګله دېش کرکټ ډله آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 2025 كښې خپل پاتي ګروپ سټيج ميچونو لپاره پاکستان ته راوسيده

مزید خبریں
پينډۍ 22 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش کرکټ ډله آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 2025 كښې خپل پاتي ګروپ سټيج ميچونو لپاره پاکستان ته رارسيدلې ده۔ پي سي بي له مخې د بنګله دېش ډله د نجم الحسن شانتو په مشرۍ كښې دبئي څخه اسلام آباد ته رارسيدلي ده۔ ګروپ اے كښې شامل د بنګله دېش ډله په دبئي كښې خپل وړومبې ميچ كښې د هند لاسه ماتي سره مخ شوي ده۔ شيډول له مخې بنګله دېش ډله به خپل راروان ميچ په 24 فروري نيوزي لينډ دغسې دريم او آخري ميچ به په 27 فروري د پاکستان په ضد كوي۔ دواړھ ميچونه به د پينډۍ کرکټ اسټيډيم كښې كيږي۔










