د پاكستان سائیكلنګ فيډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه د البركا بينك د انم نېشنل روډ سائيكلنګ چيمپئن شپ پرانسته وكړه

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د پاكستان سائیكلنګ فيډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه د البركا بينك د 9م نېشنل روډ سائيكلنګ چيمپئن شپ رسمي پرانسته وكړه ۔چيمپئن شپ كښې 130 سړي او مېرمنې سائیکلسټ د څلورو صوبائي ډلو پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان٬آئي بيكس كلب ګلګت بلتستان او بلوچستان نمائندګي كوي۔دې سره اسلام آباد٬اېس اېس جي سي٬پي او ايف واه او د پاكستان سائیكلنګ اكېډمۍ ډلې هم شامل دي۔په وړومبۍ ورځ د سړو ایلیټ 112 كلوميټر ريس كښې علي الياس 3 ساعته يو دقيقه او 37 سيكنډز كښې ګولډ ميډل٬عمر فاروق سلور ميډل او محمد خان د پيتلو تمغه ترلاسه كړه ۔