اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې د آئي سي سي چېمپئنز ټرافی 9 م ايډيشن سبا (د شورؤ ورځ) څخه پاكستان كښې پېل كيږي ٬ په كوم كښې چې 8 لوبډلې برخه اخلي۔ اولنے مېچ به د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په كراچۍ كښی كېږي٬ د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی 9 اېډيشن كوربتوب به پاكستان او متحده عرب امارات كوي۔ آئی سی سی …
د آئي سي سي چیمپئنز ټرافی 9 م ايډيشن د شورؤ ورځ نه پاكستان كښې پېل كيږي٬ 8 لوبډلې به د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې د آئي سي سي چېمپئنز ټرافی 9 م ايډيشن سبا (د شورؤ ورځ) څخه پاكستان كښې پېل كيږي ٬ په كوم كښې چې 8 لوبډلې برخه اخلي۔ اولنے مېچ به د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په كراچۍ كښی كېږي٬ د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی 9 اېډيشن كوربتوب به پاكستان او متحده عرب امارات كوي۔ آئی سی سی چېمپئنز ټرافی كښې 8 لوبډلې دفاعي چېمپئن پاكستان ٬ بنګله دېش ٬ افغانستان ٬ هند ٬ نيوزي لېنډ ٬ انګلېنډ ٬ آسټرېليا او سوئيلي افريقه شاملې دي ۔ ټولې 8 لوبډلې په دوو ګروپونو وېشلې شوي۔ په ګروپ اے كښې دفاعی چېمپئن پاکستان، بنګله دېش، هند او نيوزي لېنډ او ګروپ بي كښې افغانستان، آسټریلیا، انګلېنډ او سوئيلي افريقه شامله ده۔ په هر يو ګروب كښې دوه ټاپ لوبډلې به سيمي فائنل راؤنډ لپاره كواليفائي كوي۔ د آئی سی سی چېمپئنز ټرافی اولنے مېچ به د ګروپ اے لوبډلو پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په نېشنل سټيډيم كراچۍ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي كوم به چې دوه بجې پېل كېږي۔ اولنے فائنل مېچ به په 4 مارچ او فائنل مېچ به په 9 مارچ كولې شي










