لاهور 17 فروري (اے پي پي) په آئي سي سي چيمپئنز ټرافي كښې برخه اخستو لپاره د اسټراليا دوېمه لوبډله پاكستان ته راورسېده٬ د اسټراليا 17 كسيزه ډله د دبئۍ نه لاهور ته راسېدلې ده ۔ د پي سي بي وياند له مخې د اسټراليا په لوبغاړو كښې مارنس لبوشين، ګلين ميکسويل، ټريوس هيډ، ميتھيو شارټ او ايډم زمپا هم شامل دي۔ اسټراليا به د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ وړومبے مېچ به د انګلينډ په ضد په 22 فروري په قذافي سټيډيم لاهور كښې كوي دغسې دوېم مېچ به د سوئيلي افريقه په ضد په 25م او د ګروپ آخري مېچ به په 28 فروۍ د افغانستان په ضد په قذافي سټيډيم لاهور كښې كېږي