د 17 م نيشنل ټین پن باؤلنګ چیمپئن شپ په اړه غونډه د نهې په ورځ كيږي

اسلام آباد۔16فروری (اے پی پی) د 17 م نېشنل ټین پن باؤلنګ چیمپئن شپ په اړه د آرګنائزنګ کميټۍ غونډه د روانې مياشتې په 18 مه نېټه د نهې په ورځ كيږي۔ د غونډې مشري به د پاکستان ټین پن باؤلنګ فېډرېشن صدر اعجاز الرحمن كوي۔ په غونډه كښې به د چېمپئن شپ انتظاماتو ته حتمي شكل وركولے شي۔ د پاكستان ټین پن باؤلنګ فېډرېشن تر اهتمام لاندې چېمپئن شپ به 20 څخه تر 25 فرورۍ په لېزر سټی باؤلنګ کلب، چھټا فلور، صفا ګولډ، اېف سېون مرکز او اسلام آباد كښې كولے شي۔