
اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ لوبډلو ترمينځه د درې هېواديز يو ورځني مېچونو سيريز فائنل مېچ سبا د جمعې په ورځ په نېشنل كركټ سټيډيم كراچۍ كښې كيږي٬ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ د سيريز په اولني مېچ كښې نيوزي لېنډ پاكستان ته په 78 رنز او دويم مېچ كښې سوئيلي افريقه ته په 6 وكټونو ماتې وركولو سره وړاندې څخه فائنل ته رسېدلے دے۔ د سيريز په درېم مېچ كښې د سوئيلي افريقه لوبډلې ته د يوې خوندورې مقابلې وروستو په ماتې وركولو پاكستانۍ لوبډله هم فائنل ته رسېدلې ده۔ د سيريز فائنل مېچ به د پاكستان او نيوزي لېنډ لوبډلو ترمينځه سبا د جمعې په ورځ كراچۍ كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر رضوان او د نيوزي لېنډ مچل سينټنز كوي۔ دواړو لوبډلو مشرانو په مېچ كښې كاميابۍ لپاره بيانونه وركړي له دې كبله د سيريز فائنل مېچ كښې به د كركټ مينه والو ته د يوې خوندورې او سختې مقابلې كتلو موقع ترلاسه شي۔(