قامي تھرو بال چيمپئن شپ به په 16مه فرورۍ پېل كېږي

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د پاکستان تھرو بال فېډريشن تر سېوري لاندې قامي تھرو بال چيمپئن شپ به په 16مه فرورۍ سكهر كښې پېل كېږي۔ د فېډرېشن چارواكو له مخئ په دې لړ كښې تيارۍ بام ته رسېدلې دي۔ په چيمپئن شپ كښې به فېډريشن سره تړلې څانګې، د صوبائي او ريجنل ايسوسي ايشنز مېنز او وېمنز لوبغاړي برخه اخلي چې پكښې د خېبرپښتونخوا پنجاب، سندھ او بلوچستان سره سره د اسلام آباد٬ ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير ډلې شاملې دي٬ د چيمپئن شپ فائنل به په 18مه فرورۍ كېږي۔