اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقا لوبډلو ترمينځه د درې هېواديز يو ورځني مېچونو سيريز درېم مېچ به په 12 فروري نېشنل كركټ سټېډيم ٬ كراچۍ كښې كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ د درې هېواديز سيريز اولني مېچ كښې نيوزي لېنډ پاكستان ته 78 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلې دا مهال د پاكستان په دوره دي۔ د سيريز درېم مېچ به د پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه په 12 فرورۍ كراچۍ كښې كولې شي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر رضوان او د سوئيلي افريقا ټیمبا بووما كوي۔ د درې هېواديز يو ورځني سيريز غوره پوائنټس لرونكو دوه لوبډلو ترمينځه به د سيريز فائنل مېچ په 14 فرورۍ نېشنل كركټ سټيډيم ٬ كراچۍ كښې كولې شي