د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه د درې, يو ورځن, مېچونو سيريز اولنے مېچ سبا كيږي

اسلام آباد۔7 فروری(اے پی پی) د پاکستان او نیوزی لېنډ لوبډلو ترمينځه د درې, هېوادونو ] يو ورځن, مېچونو سيريز اولنے مېچ سبا(د خالي په ورځ) په قذافي سټيډيم ٬ لاهور كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه كېدونكے دا مېچ به اولنے ډے اېنډ نائټ مېچ وي۔ د نیوزی لېنډ او سوئيلي افريقi كركټ لوبډلې دا مهال د پاكستان په دوره دي۔ د درې, واړو لوبډلو ترمينځه به ون ډے سيريز كيږي۔ د سيريز اولنے مېچ به د پاكستان او نيوزي لېنډ لوبډلو ترمينځه د خالي په ورځ كيږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به وكټ كيپر او نوموړے بېټر رضوان او د نيوزي لېنډ مچل سېنټنز كوي۔ د سيريز دويم مېچ به په 10 فرورۍ هم په دې ګراؤنډ قذافي سټيډيم كښې د نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقi ترمينځه كيږي۔ د سيريز درېم مېچ به د پاكستان او سوئيلي افريقi ترمينځه په نېشنل كركټ سټيډيم كراچۍ كښې كولې شي۔ د زيات پوائنټس لرونكو دو, لوبډلو ترمينځه د سيريز فائنل به په 14 فرورۍ كراچۍ كښې كولې شي