د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د يو اېس اے كركټ سي اي او سره ملاقات

واشنګټن۔28جنوری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمین محسن نقوی د یو اېس اے کرکټ چیف اېګزېکټو آفیسر جوناتھن اټکیسن سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او امريكا ترمينځه د كركټ سيريز په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د پاكستان ٬ امريكا او كاناډا ترمينځه د ټرائي سيريز كولو په امكانات هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او امريكا …

واشنګټن۔28جنوری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمین محسن نقوی د یو اېس اے کرکټ چیف اېګزېکټو آفیسر جوناتھن اټکیسن سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او امريكا ترمينځه د كركټ سيريز په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د پاكستان ٬ امريكا او كاناډا ترمينځه د ټرائي سيريز كولو په امكانات هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او امريكا لوبډلو ترمينځه د سيريز په كولو صلاح يوه شوه ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو بورډز د كركټ سيريز كولو پروګرام ته حتمي شكل وركړي۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د يو اېس اے كركټ سي ايو ته د هرې ممكنې مرستې باور وركړو۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي ووئيل په امريكا كښې كركټ ته ودې وركولو له پي سي بي هر ډول مرسته كولې شي۔ ده د امريكا كوچز ته په پاكستان كښې د تربيې وركولو وړاندېز هم وركړو۔ د پي سي بي چيئرمېن د ايو اېس اے كركټ سي اي او ته د چېمپئنز ټرافی ټورنامنټ مېچونه كتلو له پاكستان ته د راتللو بلنه وركړه۔ د يو اېس اے كركټ سي اي او په بلنه د مسحن نقوي مننه وكړه۔ په دې موقع د پي اېس اېل سي اي او سلمان نصیر هم موجود ؤ۔