پېښور 23جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خيبر ضلعې سره تعلق لرونكو سياسي اتحادي اولسي استازو پشمول پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې خيبر ضلع كښې د امن اوامان٬د بجلۍ ناروا صورتحال٬پرمختيائي پروژو٬د ټيكس خاتمې ٬آپرېشن څخه ځپليو ته د معاوضو وركولو پشمول اولسي مسئلو نه ګورنر خبر كړو۔د حضرت ولي په مشرۍ كښې پلاوي كښې د خېبر سياسي ګوندونو مقامي او …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د خيبر ضلعې سياسي اتحادي اولسي استازو ملاقات
پېښور 23جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خيبر ضلعې سره تعلق لرونكو سياسي اتحادي اولسي استازو پشمول پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې خيبر ضلع كښې د امن اوامان٬د بجلۍ ناروا صورتحال٬پرمختيائي پروژو٬د ټيكس خاتمې ٬آپرېشن څخه ځپليو ته د معاوضو وركولو پشمول اولسي مسئلو نه ګورنر خبر كړو۔د حضرت ولي په مشرۍ كښې پلاوي كښې د خېبر سياسي ګوندونو مقامي او ضلعي عهديدار او كاركنان شامل وو۔پلاوي كښې شامل قبائېلي لارښودو ګورنر ته روايتي پګړۍ ور پسر كړه۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د ضم شويو قبائېلي ضلعو اولس د قربانو بشپړ احساس لرو ٬ضم شوو ضلعو كښې پائيدار امن لپاره تعليم او د روغتيا هلو ځلو ته به وده وركول وي۔ده ووئيل ضم شوو ضلعو ته به د صوبې نورو ضلعو برابر پرمختګ وركولې شي











