پېښور ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د دوهمې سپيكرې ثريا بي بي په مشرۍ كښې وشوه۔ د كلام پاك له تلاوت څخه سمدستي وروستو د مسلم ليګ (ن) غړې ثوبيه شاهد كورم په ګوته كړو۔ په دې دوهمې سپيكر دوه دقيقو لپاره د ټلۍ غږولو هدايت وكړو۔ په دې موقع د اسمبلۍ سېكرټري په ايوان كښې د غړو شمېره وكړه …
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د كورم كمي له امله تر جمعې ورځې وځنډولې شوه
پېښور ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د دوهمې سپيكرې ثريا بي بي په مشرۍ كښې وشوه۔ د كلام پاك له تلاوت څخه سمدستي وروستو د مسلم ليګ (ن) غړې ثوبيه شاهد كورم په ګوته كړو۔ په دې دوهمې سپيكر دوه دقيقو لپاره د ټلۍ غږولو هدايت وكړو۔ په دې موقع د اسمبلۍ سېكرټري په ايوان كښې د غړو شمېره وكړه نو دغه مهال يوازې 27 غړي موجود وو۔ په دې سپيكر غونډه د مونځ دمې لپاره وځنډوله۔ وروستو چې كله غونډه يو وارې بيا پېل شوه نو د ايوان كارروائي په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو له د غړو بشپړه شمېره موجوده نه وه چې له امله يۍ د اسمبلۍ غونډه تر جمعې ورځې وځنډولې شوه۔











