د خېبرپښتونخوا ګورنر د كشتۍ په پېښه كښې د 44 پاكستانيانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه

پیښور 17جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اسپين ته نزدې د كشتۍ په پیښه كښې د 44 پاكستانيانو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې٬ ده په كشتۍ كښې د حق رسېدلې پاكستانيانو وګړو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كولو سره ارواښادو له د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر په خپل بيان …

پیښور 17جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اسپين ته نزدې د كشتۍ په پیښه كښې د 44 پاكستانيانو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې٬ ده په كشتۍ كښې د حق رسېدلې پاكستانيانو وګړو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كولو سره ارواښادو له د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر په خپل بيان كښې ووئيل چې پیښه زړه ته ډېر درد رسؤنكې ده په كومه كښې چې د پاكستانيانو پشمول د يو شمېر كسانو قيمتي ځانونو ضائع شوي۔ ده ووئيل چې د داسې پېښو حوصله شكنۍ لپاره به بشري قاچاق كوؤنكي نيټ وركس كښې ككړ مركزي تورونو ته سزا وركول وي