كوئټه ۔ 15 جنوري ٠اے پي پي) د منصوبه بندۍ او ترقيات صوبائي وزير مير ظهور بليدي د وفاقي حكومت په كوهك چيدګي كښې د نوي كراسنګ پوائنټ جوړول خوش آئند ګرځولو سره وئېلي دي د بلوچستان حكومت د وفاقي حكومت د اولس دوسته ګامونو ستائنه كوي۔ دا كرسنګ پوائنټ به د دواړو هېوادونو ترمينځه روابط له وده وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل جاري بيان كښې كړې ۔ …
بلوچستان د وفاقي جكومت د اولس دوسته ګامونو ستائنه كوي٬ مير ظهور بلېدي
كوئټه ۔ 15 جنوري ٠اے پي پي) د منصوبه بندۍ او ترقيات صوبائي وزير مير ظهور بليدي د وفاقي حكومت په كوهك چيدګي كښې د نوي كراسنګ پوائنټ جوړول خوش آئند ګرځولو سره وئېلي دي د بلوچستان حكومت د وفاقي حكومت د اولس دوسته ګامونو ستائنه كوي۔ دا كرسنګ پوائنټ به د دواړو هېوادونو ترمينځه روابط له وده وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل جاري بيان كښې كړې ۔ ده ووئېل د ضلع پنجګور په سيمه كښې په كوهك چيدګي كښې په پاك ايران پوله د كراسنګ پوائنټ پرانسته خوش آئند ده ۔ ده ووئېل دا به د دواړو هېوادونو تر مينځه رسمي تجارتي هلې ځلې اسانولو او ودې وركولو له مرستياله ثابت شي۔ده ووئېل د بلوچستان حكومت د وفاقي حكومت د داسې ګامونو ستائنه كوي كوم چې د دواړو دوستانو هېوادونو د سرحدي تجارت رسمي كولو نه علاوه د اولس د اولس سره رابطو له وده وركوي











