پېښور 04 جنوري (اے پي پي) ضلع کرم لپاره د امن لوظنامې نه پس په 75 لويو ګاړو مشتمل وړومبۍ قافله ضروري سامان او د خوراك څښان څيزونه وړلو سره سخت سکيورټي كښې وليږلې شوه۔د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په خصوصي سپارښتنه د اطلاعاتو صلاحكار بيرسټر ډاکټر محمد علي سېف د كوهاټ کمشنر ، ډي آئي جي، ضلعي انتظاميې او نور پوليس چارواكو سره په کرم بارډر …
امن لوظنامې نه پس په 75 لويو ګاړو مشتمل وړومبۍ قافله ضروري سامان او د خوراك څښان څيزونه وړلو سره ضلع کرم ته لاړه

مزید خبریں
پېښور 04 جنوري (اے پي پي) ضلع کرم لپاره د امن لوظنامې نه پس په 75 لويو ګاړو مشتمل وړومبۍ قافله ضروري سامان او د خوراك څښان څيزونه وړلو سره سخت سکيورټي كښې وليږلې شوه۔د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په خصوصي سپارښتنه د اطلاعاتو صلاحكار بيرسټر ډاکټر محمد علي سېف د كوهاټ کمشنر ، ډي آئي جي، ضلعي انتظاميې او نور پوليس چارواكو سره په کرم بارډر ايريا چپري كښې موجود وو۔ قافله كښې 22 ويلر، 10 ويلر او 6 ويلر ټرکونه شامل وو چې پكښې داروګان ، د خوراك څښاك سامان ، ګيس سلنډر او نور ضروري سامان شامل دې۔ سامان كښې 5 ټرکونه داروګان ، 10 ټرکونه سبزۍ ، 9 ټرکونه کوکنګ آئل او غوړي ، 5 ټرکه اوړه ، 7 ټرکه چيني، 2 ټرکه ګيس سلنډر او 26 ټرکونه نور د کريانه څيزونو شامل دي۔په دې موقع د اطلاعاتو صلاحكار بيرسټر ډاکټر سېف ووئيل د قافلے په محفوظ لارو سره رسيدل به باوري كولې شي او دې لپاره خصوصي حفاظتي اقدامات شوي۔پوليس او ضلعي انتظاميې پشمول قانون نافذ کونكي ادارے د لارو محفوظولو له هلي ځلي كوي۔











