د پاك بحريه كلن فليټ ايفيشنسي کمپی ټیشن پریډ ٬چيف آف دي نيول سټاف خاص مېلمه وو

كراچۍ 03 جنوري (اے پي پي)د پاكستان نيوزي فليټ كلن ايفيشنسي كمپي ټيشن پريډ پاكستان نيوزي ډاكيارډ كراچۍ كښې شوې۔چيف آف دي نيول اسټاف ايډمرل نويد اشرف په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې۔د پاك بحريه لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې دا دستوره د پاك بحريه سمندري بيړو ٬آبدوزو او هوائي الوتكو لپاره په پيشه وره توګه كامياب او مهم آپرېشنل كلن اختتام نشاندهي كوي۔ډاكيارډ ته په راتګ كمانډر پاكستان فليټ ريئر اېډمرل عبدلمنيب د خاص مېلمه هركلے كړې او يوې چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې۔چيف آف دي نيول سټاف خپل خطاب كښې د پاك بحريه د فليټ په آپرېشنل تيارو د بشپړه اطمينان او باور څرګندونه كړې۔ده كلن 2024 تفويض شوې آپرېشنل مقصدونو او اهداف كاميابۍ سره په ترلاسه كولو افسرانو او ځوانانو پيشه ورانه پوهه او محنت ستائنه كړې۔ايډمرل نويد اشرف ميري ټائم سيكيورټي او پاكستان سي لائنز آف كميونيكېشن تحفظ لپاره د پاكستان نيوي فليټ خذمات ستائېلې۔نيول چيف سټريټجك ميري ټائم زون په خاص توګه ګوادر پورټ او سي پېك ميري ټائم په اړه د پروژو حفاظت باوري كولو لپاره د پاك بحريه په هڅو رڼا اچولې۔د دې نه علاوه ده په منطقه كښې رامخې ته شوي ميري ټائم سيكيورټي ماحول هم ذكر كړی چې له مخې پاك بحريه تل د خپلو سمندري پولو دفاع لپاره چمتو پاتې كېدلو ته اړتيا ده۔د دې څخه وړاندې د استقباليې خطاب كښې كمانډر پاكستان فليټ تېره كال په مهال پي اين فليټ آپرېشنل په كاميابو هم رڼا اچولې۔ده ووئيل چې د پاك بحريه فليټ ټول كال د جنګي تيارو اعلٰی معيار په ځاې ساتلې او سمندري بيړو ملكي او غېر ملكي سمندرونو كښې بېلو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مشقونو كښې هم برخه اخستلې۔د دې نه علاوه ګڼ شمېر سيمه ايز ميري ټائم سيكيورټي پيټرول او غېر ملكي تعيناتۍ هم كړي۔دستورې په مهال د پاك بحريه مشر د ښه كاركردګۍ څرګندونه كولو لپاره اسكواډرنز او يونټس كوايفيشينسي ايوارډز ټرافۍ هم وړاندې كړي۔