د قائداعظم ټرافۍ فائنل په وړومبۍ ورځ پیښور ډلې د سيالكوټ په ضد خپل وړومبي اننګز كښې 258 رنز جوړ كړل

پینډي 02 جنوري (اے پي پي)د قائداعظم ټرافۍ د فائنل په وړومبۍ ورځ پیښور ډلې د سيالكوټ په ضد خپل وړومبي اننګز كښې 258 رنز باندې آؤټ شوه ۔زبير خان 47 او نبي ګل 44 رنز جوړ كړل ٬صاحبزاده فرحان 6 ٬ معاذ صداقت 32 ٬ اسرار الله 16 ٬ مهران ابراهيم 31 ٬ ابوذر طارق 15 ٬ كپتان ساجد خان 23 ٬ نياز خان 31 او محمد عامر په …

پینډي 02 جنوري (اے پي پي)د قائداعظم ټرافۍ د فائنل په وړومبۍ ورځ پیښور ډلې د سيالكوټ په ضد خپل وړومبي اننګز كښې 258 رنز باندې آؤټ شوه ۔زبير خان 47 او نبي ګل 44 رنز جوړ كړل ٬صاحبزاده فرحان 6 ٬ معاذ صداقت 32 ٬ اسرار الله 16 ٬ مهران ابراهيم 31 ٬ ابوذر طارق 15 ٬ كپتان ساجد خان 23 ٬ نياز خان 31 او محمد عامر په صفر آؤټ شو۔سيالكوټ لخوا كپتان عماد بټ د ښه باؤلنګ مظاهره وكړه او 4 وكټونه يې ترلاسه كړل ۔علي رضا درې او شعيب اختر جونيئر دوه لوبغاړي آؤټ كړل ۔سيالكوټ په وړومبۍ ورځ د كوم زيان نه غېر 8 رنز جوړ كړل ٬ محمد هريره 8 او اذان اويس په صفر ناټ آؤټ ولاړ دي۔

مزید خبریں