اسلام آباد كښې د بېس بال لوبې ته ودې وركولو له به ټول ضروري وسائل كارولې شي٬ طاهر محمود پايا

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د اسلام آباد بېس بال اېسوسی اېشن سېکرټری طاهر محمود پاپا وئيلي دي په وفاقي پلازمينه كښې د بېس بال لوبې ته ودې له به ټول ضروري وسائل كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په پلازمينه كښې د بېس بال د ټېلېنټ هېڅ كمے نشته ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې لوبغاړو ته وسائل او …

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د اسلام آباد بېس بال اېسوسی اېشن سېکرټری طاهر محمود پاپا وئيلي دي په وفاقي پلازمينه كښې د بېس بال لوبې ته ودې له به ټول ضروري وسائل كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په پلازمينه كښې د بېس بال د ټېلېنټ هېڅ كمے نشته ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې لوبغاړو ته وسائل او آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د هېواد په تعليمي ادارو كښې د بېس بال لوبه كولې شي او د دې كلنې مقابلې هم كيږي۔ ده ووئيل د اسلام آباد بېس بال اېسوسی اېشن تر اهتمام لاندې به د جنورۍ په وروستۍ اونۍ كښې اسلام آباد جونیئر بېس بال چیمپئن شپ كولې شي په كوم كښې به چې د پلازمينې د رجسټرډ كلبونو لوبغاړي برخه اخلي۔

مزید خبریں