سنچورین۔23دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 26 څخه تر 30 دسمبر په سپر سپورټ پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقا او پاكستان ترمينځه د درې ټی ټونټی او درې ون ډے مېچونو سيريز شوے دے۔ په ټي ټونټي سيريز كښی سوئيلي افريقا ګرين شرټس ته 0-2 سره ماتې وركړې ٬ درېم مېچ د باران د …
د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ 26 دسمبر څخه پېل كيږي

مزید خبریں
سنچورین۔23دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 26 څخه تر 30 دسمبر په سپر سپورټ پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقا او پاكستان ترمينځه د درې ټی ټونټی او درې ون ډے مېچونو سيريز شوے دے۔ په ټي ټونټي سيريز كښی سوئيلي افريقا ګرين شرټس ته 0-2 سره ماتې وركړې ٬ درېم مېچ د باران د لاسه شوے نه ؤ۔ د پاكستان لوبډلې د درې ون ډے مېچونو په سيريز كښې پروټیز ډله 0-3 سره كلين سويپ كړې ده۔ په ټېسټ سيريز كښې د پاكستان لوبډلې مشري شان مسعود او د پروټیز تیمبا بووما كوي۔ د دواړو لوبډلو ترميځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ به 3 څخه تر 7 جنوري په كېپ ټاؤن كښې كيږي










