سنچورین ۔11دسمبر (اے پی پی) د سوئيلي افريقه او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ به په 13 دسمبر سپر سپورټس پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقه لوبډلې ته د پاكستان په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني ټي ټونټي مېچ كښې ګرين شرټس ته 11 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د …
د سوئيلي افريقه او پاكستان ترمينځه دويم ټي ټونټي ميچ په 13 دسمبر كيږي

مزید خبریں
سنچورین ۔11دسمبر (اے پی پی) د سوئيلي افريقه او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ به په 13 دسمبر سپر سپورټس پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقه لوبډلې ته د پاكستان په ضد د درېو مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني ټي ټونټي مېچ كښې ګرين شرټس ته 11 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د پاكستان كركټ لوبډله دا مهال د سوئيلي افريقه په دوره ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد د درېو ټي ټونټي ٬ درېو يو ورځنو او د دوو ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز يو مېچ شوے په كوم كښې چې كوربه لوبډلې پاكستان ته په 11 رنز ماتې وركړې ده۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري رضوان او د پروټیز هینرک کلاسن كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي مېچ به په 13 دسمبر سپر سپورټس پارک، سنچورین او درېم او وروستے ټي ټونټي مېچ به په 14 دسمبر وانډررز سټیډیم، جوهانسبرګ كښې كيږي۔ د ټي ټونټي سيريز مېچونه به نائټ وي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي










