سېنېټ د فنانس بل 2016 لپاره د 139 وړاندېزونو منظوري وركړه

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) سېنېټ د فنانس بل 2016 لپاره د 139 وړاندېزونو منظوري وركړې ده كوم چې د راروان مالي كال بجټ لپاره قامي اسمبلۍ ته لېږلې شوې۔د زيارت په ورځ سېنېټ ته وړاندې كړی شويو وړاندېزونو كښې وئېلي شوي بجټ كښې دې غريبانانو لپاره زرعي څانګې له نورې آسانۍ او سبسډي وركړی شي لكه څنګه چې اېل ډي سي٬يو ډي سي او د آسسټنټ چوكۍ اپ ګرېډ كړی شوي دغسې دې د ايكس كېډر برابر سكيل چوكۍ هم اپ ګرېډ كړی شي ځكه چې دوي د وړاندې نه نظر اندا شوي۔سېنېټ وئېلې دې د اېن اېف سي ايوارډ تاخير د هېواد په ګټه كښې نه دے۔ د اېف بي آر د بې نامو جائېدادونو رامخې ته كولو له دې ګامونه پورته كړې شي ۔سېنېټ د نان فائلرز لپاره هم د سختې سزا سفارش كړې