د وېسټ انډیز او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه دويم ون ډے میچ به (سبا) کېږي

جمیکا 09 دسمبر (اے پي پي) د وېسټ انډیز او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه په يوه ورځني درې نړيوال میچونو مشتمل سیریز دويم میچ به سبا د نهي په ورځ وارنر پارك، باسیټری، سېنټ کټس كښې كېږي۔د وېسټ انډیز ډلي د بنګله دېش په ضد درې ميچونو سیریز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه كړې۔كوربه ډلي وېسټ انډیز وړومبي ون ډے ميچ كښې د بنګله دېش ډلي په 5 …

جمیکا 09 دسمبر (اے پي پي) د وېسټ انډیز او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه په يوه ورځني درې نړيوال میچونو مشتمل سیریز دويم میچ به سبا د نهي په ورځ وارنر پارك، باسیټری، سېنټ کټس كښې كېږي۔د وېسټ انډیز ډلي د بنګله دېش په ضد درې ميچونو سیریز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه كړې۔كوربه ډلي وېسټ انډیز وړومبي ون ډے ميچ كښې د بنګله دېش ډلي په 5 وكټو سره ماتې وركړې ؤ۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوي دوه ټېسټ میچونو سیریز 1-1 سره برابر شوې ؤ۔ د بنګله دېش كركټ ډله دا مهال د د وېسټ انډیز په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد دوه نړيوال ټیسټ میچونو سیریز نه علاوه درې ون ډے او درې ټی ټونټی میچونو سیریز كوي۔د ټېسټ سیریز بشپړيدو نه پس د ون ډے سیریز يو ميچ شوے دے۔ وېسټ انډیز او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه په درې ون ډے میچونو مشتمل سیریز دويم میچ به سبا د نهي په ورځ وارنر پارك، باسیټری، سېنټ کټس كښې كېږي دغسې دريم او آخري ون ډے میچ به په 12 دسمبر وارنر پارك، باسیټری، سېنټ کټس كښې كېږي۔

مزید خبریں