د سوئيلي افريقه دورې لپاره د پاكستان سكواډز اعلان كړے شو

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ(پی سی بی) مېنز سلېکشن کمېټۍ 10 دسمبر څخه تر 7 جنوري 2025 شېډول شوي د سوئيلي افريقې دورې لپاره د سكواډز اعلان كړے۔ په دې دوره كښې درې ټي ټونټي ٬ درې يو ورځني او دوه ټېسټ مېچونه شامل دي۔ د سیریز پېل به په 10 دسمبر ډربن كښې كېدونكي اولني ټي ټونټي مېچ څخه كيږي۔ اولنے يو ورځنے مېچ به …

اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ(پی سی بی) مېنز سلېکشن کمېټۍ 10 دسمبر څخه تر 7 جنوري 2025 شېډول شوي د سوئيلي افريقې دورې لپاره د سكواډز اعلان كړے۔ په دې دوره كښې درې ټي ټونټي ٬ درې يو ورځني او دوه ټېسټ مېچونه شامل دي۔ د سیریز پېل به په 10 دسمبر ډربن كښې كېدونكي اولني ټي ټونټي مېچ څخه كيږي۔ اولنے يو ورځنے مېچ به په 17 دسمبر پارل كښې كيږي۔ ټېسټ مېچونه به پرله پںې په 26 دسمبر او 3 جنوري 2025 سنچورین او کېپ ټاؤن كښې پېل كيږي۔ بابر اعظم ٬ رضوان، صائم ایوب او سلمان علی آغا په درېو واړو سكوډز كښې شامل كړے شوي٬ نسیم شاہ ټېسټ او يو ورځنو مېچونو لپاره ټاكلے شوے۔ شاهین شاہ آفریدې د وائټ بال مېچونو لپاره ټاكلے شوے۔ د انګلېنډ په ضد په ټېسټ سيريز كښې 19 وكټونه ترلاسه كوؤنكے سپنر ساجد خان د لوبډلې برخه نه دے۔ د يو سپنر نعمان علی ټاكنه شوې كوم چې د انګلېنډ په ضد ټېسټ سيريز كښې 20 وكټونه ترلاسه كړي وو۔ ټي ټونټي سكواډ به د زمبابوے په ضد د زيارت په ورځ درېم ټي ټونټي مېچ څخه وروستو په 6 دسمبر سوئيلي افريقا ته روانيږي او ون ډے او ټېسټ لوبغاړي به په 13 دسمبر جوهانسبرګ ته ځي۔ د پاکستان د رېډ بال هېډ کوچ جیسن ګلیسپی به هم په 13 دسمبر جوهانسبرګ ته رسي۔ د دورې په مهال ټېسټ مېچونو له په سكواډ كښې شان مسعود (کپتان) سعود شکیل (نائب کپتان) عامر جمال، اے شفیق، بابر اعظم، حسیب (وکټ کیپر) کامران غلام، خرم شهزاد، میر حمزہ، اېم عباس، اېم رضوان (وکټ کیپر) نسیم شاہ ، نعمان علی، صائم ایوب او سلمان علی آغا شامل دے۔ ون ډے سیریز لپاره رضوان (کپتان او وکټ کیپر ) اے شفیق، ابرار احمد، بابر اعظم، حارث رؤف، کامران غلام، اېم حسنین، اېم عرفان خان، نسیم شاہ، صائم ایوب، سلمان علی آغا، شاهین شاہ آفریدی، سفیان مقیم، طیب طاهر اور عثمان خان ( وکټ کیپر) په سكواډ كښې شامل كړے شوے دے۔ د ټی ټونټی مېچونو سيريز لپاره په سكواډ كښې اېم رضوان (کپتان او وکټ کیپر) ابرار احمد، بابر اعظم، حارث رؤف، جهانداد خان، اېم عباس آفریدی، اېم حسنین، اېم عرفان خان، عمیر بن یوسف، صائم ایوب، سلمان علی آغا، شاهین شاہ آفریدی، سفیان مقیم طیب طاهر او عثمان خان ( وکټ کیپر) شامل دے۔ د ټور شېډول له مخې اولنے ټي ټونټي مېچ به په 10 دسمبر ډربن دويم په 13 دسمبر سنچورين او درېم په 14 جوهانسبرګ كښې كيږي۔ دغسې د ون ډے سيريز اولنے مېچ به په 17 دسمبر پارل ٬ دويم په 19 دسمبر كېپ ټاؤن او درېم او وروستے مېچ به په 22 دسمبر جوهانسبرګ كښې كيږي۔ 26څخه تر 30 دسمبر اولنے ټېسټ مېچ به په سنچورين ٬ دويم او وروستے ټېسټ مېچ به 3څخه تر7 جنوری 2025 کېپ ټاؤن كښې كيږي۔

مزید خبریں