د وزيراعظم شهباز شريف پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې ته د څلورم بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ په ګټلو مباركي وركړه

اسلام آباد۔3دسمبر(اے پي پي ) وزيراعظم شهباز شريف پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې ته د څلورم بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي د معذوره وګړو نړيوالې ورځ په موقع د ټورنامنټ په ګټلو پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې د ټول قام سر په وياړ هسك كړے او د هېواد نامه يۍ روښانه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔3دسمبر(اے پي پي ) وزيراعظم شهباز شريف پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې ته د څلورم بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ په ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي د معذوره وګړو نړيوالې ورځ په موقع د ټورنامنټ په ګټلو پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې د ټول قام سر په وياړ هسك كړے او د هېواد نامه يۍ روښانه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په ټی 20 بلائنډ کرکټ ورلډ کپ فائنل كښې بنګله دېش ته په 10 وكټونو د ماتې په وركولو پاكستانۍ بلائنډ كركټ لوبډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې په ټورنامنټ كښې د غوره لوبې څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د معذوره وګړو نړيوالې ورځ په موقع د ټورنامنټ په ګټلو پاكستان بلائنډ كركټ لوبډلې د ټول قام سر په وياړ هسك كړے او د هېواد نامه يۍ روښانه كړې ۔ وزیراعظم ووئيل حكومت په هره كچه لوبو ته د ودې وركولو عزم لري۔ خصوصي وګړو لپاره د لوبو په مېدان كښې آسانۍ برابرول په حكومتي ترجيحات كښې شامل دي۔ دغسې وزیراعظم د پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې سباؤن لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه

مزید خبریں